دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۴۹
د مطلب کود : 163692
کومانډو ځواکونه د فراه ښار په مهمو بنسټونو کې ځای پرځای شوي
افغان پوځ کومانډو ځواکونه په فراه ښار کې د طالب وسله والو په وړاندی جګړي لپاره ددی ښار په دریو مهمو بنسټونو کې ځای پرځای شوی دی.

د اجرارئیه ریاست ویاند جاوید فیصل وایي، کومانډو ځواکونه د فراه د امنیه قوماندانی او ملي امنیت ریاست په ودانیو کې ځای پر ځای شوي دي.
نوموړی زیاته کړه، چې کومانډو ځواکونو د فراه ولایت په مرکزي زندان کې هم ځای پر ځای شوي دي او د وسله والو پر وړاندې عملیات دوام لري.
هغه ډاډ څرګند کړ چې په فراه ښار کې امنیتي وضعیت به تر ماښامه پورې په بشپړه توګه تر کنټرول لاندې راوستل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش وایي، د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې دا مهال د فراه ښار په څنډو کې دوام لري.
نوموړی زیاته کړه، چې نښتې د فراه ښار په درې کیلومتري کې دوام لري او د وسله والو بریدونو د شنډولو په موخه تازه دمې سرتېري سیمې ته رسېدلي.
د وسله والو د تلفاتو په اړه جنرال رادمنش وویل، چې تر اوسه د ۱۰ وسله والو د وژلو راپورونه تائید شوي او لږ تر لږه ۱۰ نور ټپيان دي.
 
https://avapress.com/vdcco1qsi2bqee8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته