کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پکتیا کې حیواني خوراکې توکو تولید لومړنی شرکت فعالیت پیلیدنه

25 ثور 1397 ساعت 14:58

پکتیا ولایت کې د حیواني او خوراکې توکو دتولید لمړنۍ شرکت د نوښت په نامه د غویی په ۲۵ مه نیټه د سه شنبې په ورځ په فعالیت پیل وکړ.



په یاد شرکت ۲۰۰ زره ډالره پانګونه شوې.
د شرکت مسؤلین وايي، په ساعت کې له یو نه تر پنځه ټنه تولید لري او شااوخوا ۵۰۰ کاريګرو ته د کار زمینه برابره شوې.
د شرکت د مسؤل حمیدالله حسن‌زي په خبره، اوس‌مهال یوازې د کورنيو، فارمي او غوښنو غواګانو لپاره خوراکه تولیدوي، خو په راتلونکي کې به د چرګانو، کبانو او مېږو او وزو لپاره هم د خوراکې د تولید چارې پیل کړي.
پکتیا کې د حیواني خوراکې د لومړني تولیدي شرکت په پرانیست غونډه کې د پکتیا ولایت مرستیال عبدالولي سهي صنعتکارانو ته ډاډ ورکړ او ویې‌ویل، پکتیا کې د صنعتي پارک د جوړولو لپاره اداري چارې بشپړې شوي او په نږدې راتلونکي کې به‌یې د صنعتکارانو لپاره د وېش چارې پیل شي.
د پکتیا د سوداګرۍ خونو د مسؤلینو په خبره اوس‌مهال پکتیا کې تر ۸۰ وړې تولیدي کارخانې فعالیت لري چې سلګونه کاریګر په‌کې په کار بوخت دي.
 


د مطلب کود: 163694

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/163694/پکتیا-کې-حیواني-خوراکې-توکو-تولید-لومړنی-شرکت-فعالیت-پیلیدنه

آوا
  https://www.avapress.com