دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۳۷
د مطلب کود : 163701
د ننګرهار ولایت نوی والي وټاکل شو
په ختېځ ننګرهار ولایت کې ځایي چارواکي وایي، ښاغلي حیات الله حیات د محمد منګل پر ځای یې د ننګرهار ولایت د نوی والي په توګه ټاکل شوی دی.
د ننګرهار ولایت له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې ښاغلي حیات به په نژدې راتلونکو کې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له خوا د ننګرهار ولایت مشرتابې ته یې ور معرفي شي.
ښاغلي حیات له دې وړاندې د هلمند ولایت د والي په توګه دنده ترسره کوله.
دا په داسې حال کې د ننګرهار ولایت پخواني والي محمد ګلاب منګل د یکشنبې په ورځ له خپلې دندې استعفا وکړه.
نوموړي د خپلې استعفا لامل شخصي ستونزې په ګوته کړې او ژمنه يې وکړه ، چې د دې ولایت په تړاو پرتې هر اړخیزه ستونزې به په رښتیني توګه تر لوړ پوړو چارواکو ورسوي.
ښاغلي منګل پرون د ننګرهار ولایت له ملکي اونظامي ادارو مسئولینو او ولایتي شورا غړو سره د خپل یو نیم کلن ماموریت وروستۍ اداري غونډه کې د وینا پر مهال وویل د ده د راتګ وړاندې د دې ولایت په یو شمیر ولسواليو کې امنیتي وضعیت د اندیښنې وړ و، چې په خبره يې د امنیتي او کشفي ارګانونو د ښې همغږۍ او سالمې رهبرۍ په ترڅ کې ناامنه ولسوالیو کې ډاډمنه امنیتي فضا رامنځته شوه.
نوموړي زیاته کړه د خپل یونیم کلن ماموریت ۶۰ سلنه وخت يې په امنیتي برخه مصرف کړاو دغه برخه يې د تیرو کلونو په پرتله غښتلې یاده کړه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdzs0ffyt0956.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته