دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۱۱
د مطلب کود : 163718
له طالبانو سره د سولې په تړاو د موضوعاتو په اړه د جنرال دوستم وړاندېزونه
د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال او د جنبش ملي ګوند مشر جنرال عبدالرشید دوستم وایي له وسله والو طالبانو د سولې په تړاو خبرې اترې دې د ځواک له موقف څخه ترسره شي.
نوموړی په انقره کې له فاکس نیوز سره د مرکې پر مهال ویلي، چې له وسله والو طالبانو سره سوله ممکنه ده او ټینګار یې وکړ چې «موږ کولي شو له طالبانو سره سوله وکړو خو د جنګ په ډګر کې د بریا لپاره باید ژمنتیا ولرو.»
هغه خبرداری ورکړ، چې د ضعف له موقف څخه خبرې اترې   د سولې د بهیر د ناکامي لامل کېدای شي.
جنرال دوستم په همدې حال کې ادعا کوي، چې د ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره یې شپږ میاشتني پلان په لاس کې لري خو هغه په دې اړه هیڅ جزئیات نه دي ورکړي.
د هېواد د ولسمشر لومړی مرستیال د جنوبي اسیا لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سټراتیژي د اعلان هرکلی وکړ خو جنرال دوستم وایي د زیاتو امریکایي سرتېرو او هوایي بریدونو په مرسته به د جنګ په میدان کې بریاوې ترلاسه نه کړي.
هغه زیاته کړه، چې امریکا باید د ولسي وګړو په مرسته د ترهګرو پر ضد جګړه پیل کړي ځکه ولسونه د ترهګرو د لمنځه وړلو لپاره بشپړ هوډ او وړتیاوې لري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb8fb8wrhb0zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته