د افغانستان د ملي دفاع وزارت د فراه ښار د عملیاتو او مخالفینو ته د اوښتو تلفاتو په اړه وروستي راپور خپره کړه.
د دفاع وزارت په راپور کې راغلي دي، چې وسله والو طالبانو د سې شنبې په شپه شاوخوا ۲ بجې د شیبکوه له ولسوالی څځه ډلییز بریدونه پیل کړل او د فراه ښار له شمال څخه د بریدونو په ترڅ کې وتوانېدل چې د ښار ځینې برخې تر خپل کنټرول لاندې راوړي.
سرچینه زیاتوي، چې د افغان امنیتي او دفاي ځواکونو د هوایي او ځمیکنو عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۹۸ تنه وسله وال وژل شوي.
دفاع وزارت ادعا کوي، چې د عملیاتو په ترڅ کې سلګونه وسله وال ټپیان هم شوي دي او دا مهال چاڼیز عملیات د فراه ښار په څنډو کې دوام لري.
د دفاع وزارت په راپور کې د ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.
خو د فراه والي عبدالبصیر سالنګي له دې وړاندې ویلي وو، چې د نښتې په ترح کې لږ تر لږه ۲۰ کسان د امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو په ګډون خپل ژوند له لاسه ورکړي دي.
د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو په ګدون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.