کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل: د امریکایي چارواکو د ۵ کیلومټرو د سفر لګښت ۲۲۵۰ امریکایي ډالره

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 ثور 1397 ساعت 15:35

په داسې حال کې چې د کابل ښار په ګډون د هېواد د یو شمېر مهمو ولایتونو او ښارونو امنیتي وضعیت مخ په خرابېدو دی، د امریکا د بهرنیو چارواکو وزارت په کابل کې د امریکا سفارت او د کابل د هوایي ډګر ترمنځ د هلیکوپټرو په وسیله د امریکایي چارواکو د سفر لګښت پر لوړولو غور کوي.


د راپورونو له مخې، دا مهال امریکایي چارواکو د امریکا سفارت او کابل د هوایي ډګر ترمنځ په هلیکوپټرو کې د ۳ مایلونو یا ۴،۸ کیلومټرو سفر لپاره ۱۳۵۰ امریکایي ډالر ورکوي.
خو ټاکل شوې ده چې دغه لګښت د ۲۰۱۹ په میلادي کال کې دغه لګښت ۲،۲۵۰ ډالرو ته لوړ شي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څار ادارې یا د سیګار مشر جان سوپکو د بهرنیو چارو وزارت د دغه پرېکړه په اړه حیارانتیا ښودلې ده.
ښاغلي سوپکو وایي، د ۱،۸۵۰ ډالرو په لګښت سره یو کس کولی شي د اماراتو په شرکت کې د کابل او واشنګټن ترمنځ سفر وکړي.


د مطلب کود: 163759

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/163759/کابل-د-امریکایي-چارواکو-۵-کیلومټرو-سفر-لګښت-۲۲۵۰-ډالره

آوا
  https://www.avapress.com