دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۲۷
د مطلب کود : 163768
طالبانو افغان ځواکونو ته په غزنی کې مرګژوبله اړولی
په غزنی کې سیمه ایز چارواکې وایی چی تیره شپه زنه خان او جغتو ولسوالیو کې طالبانو بریدونو له امله ۲۳ امنیتی ځواکونه وژل شوی او ۱۲ تنه نور ټبیان شوی دی.

د زنه‌خان ولسوال وایی چی، تیره شپه شاوخوا یوه بجه طالبانو د زنه‌خان ولسوالۍ د مرکز پر دریو پوستو بریدونه وکړل، چې په نتیجه کې یې ۱۲ سرتیري ووژل شول او ۴ نور سرتیري ټپیان شول".
ښاغلي یعقوبي ویلي چې سیمې ته د مرستندویو ځواکونو د نه رسیدلو له امله، د افغان ځواکونو درې پوستې د څو ساعتونو لپاره د طالبانو په واک کې وې.
سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې افغان ځواکونو د طالبانو بریدونه په شا تمبولي، خو ښايي چې د دغې ډلې وسله‌وال بیا د زنه‌خان ولسوالۍ پر مرکز برید وکړي.
دغه راز د غزني د ولایتي شورا یو شمیر غړي وايي، چې وسله‌والو طالبانو د دغه ولایت د جغتو ولسوالۍ پر ودانۍ هم برید کړی او افغان امنیتي ځواکونو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.
د غزني د ولایتي شورا غړي خالقداد اکبري ویلی چی تیره شپه شاوخوا دوه بجې طالبانو د جغتو ولسوالۍ پر مرکز هم برید وکړ، چې په نتیجه کې یې ۱۰ امنیتي سرتیري وژل شوي او څو تنه نور ټپيان شوي دي".
هغه زیاته کړه، چې طالبانو د جغتو د ولسوالۍ ودانۍ د څو ساعتونو لپاره نیولې وه او سوزولې یې ده.
خو د غزني مرستیال والي محمدعارف واحدي په دغه ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو ته اوښتې مر‌ګ‌ژوبله تائید کړه او وې ویل، چې طالبان د جغتو ولسوالۍ او امنیه قوماندانۍ نیولې نه ده.
د غزني مرستیال والي وویل " په جغتو ولسوالۍ کې زموږ ۱۱ تنه وژل شوي او ۷ ټپیان دي او دغه راز له مخالفینو څخه هم ۲۱ نفره وژل شوي او ۱۷ ټپیان شوي دي".
ښاغلي واحدي زیاته کړه، چې د جغتو ولسوال او امنیه قوماندان اوس د دغې ولسوالۍ په مرکز کې دي او د طالبانو بریدونه یې په شا تمبولي دي.
وسله‌والو طالبانو په یو بیان کې ادعا کړې، چې په غزني ولایت کې یې افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ‌ژوبله اړولې او څو پوستې یې نیولي دي.
https://avapress.com/vdcg3w9q7ak93u4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته