دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۷ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۰
د مطلب کود : 163792
فراه باندی د طالبانو دوهم ځل برید/ جنګ د امنیه په قوماندانی، فراه محبس او ښاری آمریت کې جریان لری

 
طالبان د تیری شپی ۱۰ بجی وروسته د فراه ولایت دولتی مواضعو باندی خپل دوهم ځل بریدونه شروع کړل. هغوی د فراه قوماندانی، ښاری آمریت، دریم حوزه او محبس باندی په برید سره قصد لری ترڅو فراه ښار بیرته خپل واک لاندی راوړی خو د مرستندویو ځواکونو لکه ناتو، کماندو، ۴۴۴ قطعه، سپیشل فورس او هوایی قواوو په شتون سره دا احتمال ډیر کم دی چی ښار بیرته د طالبانو تر ولکي لاندی شی.
هغوی تیره ورځ هم هڅه کړی وو چی خپل بندیان د فراه ولایت محبس څخه آزاد کړی خو دا کار باندی ونه توانیدل د پنجشنبه په مازدیګر هم هغوی فراه ښار محبس باندی برید سره قصد درلود چی خپل چانس بیا وآزمایی.
ښاغلی سالنګی د فراه والی هم شپني ګزمو کې حضور سره د فراه جنګ او وضعیت مدیریت په حال کې دی.
د ځینو ګزارشونو په اساس، د طالبانو د پاکولو وروسته تیره ورځ، بدبختانه کور په کور تلاشی صورت نه دی نیولی او ویل کیږی چی طالبان د ماتې وروسته مسکونی کورونو کې ځای پر ځای شوی او اوس د کورونو څخه وتلی او جنګ بیرته شروع کړی دی.
تراوسه امنیتی چارواکې د طالبانو دوهم جنګ په اړه کوم څه نه دی ویلی.
 
https://avapress.com/vdcdns0fxyt0956.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته