کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

میرضیایف د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د ټرمپ د ستراتیژي ملاتړ وکړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 ثور 1397 ساعت 11:33

د ازبکستان ولسمشر د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ستراتیژي بشپړ ملاتړ وکړ.


ولسشمر ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې د شوکت میرضیایف هرکلی وکړ.
سپینې ماڼۍ وویل چې په‎دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان پر مسئلې هم خبرې وشوې.
ټرمپ وویل چې متحده ایالات د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې له ازبکستان سره تاریخي شراکت درلود.
میرضیایف هم ټرمپ ته ډاډ ورکړ چې هېواد به یې په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټیګښت لپاره د روانو هڅو ملاتړ ته دوام ورکړي.
پر امریکا د ۲۰۰۱ میلادي کال د تروریستي حملې وروسته په افغانستان کې د امریکا د جګړې د پیل په کلونو کې ازبکستان په‎دې هېواد کې د القاعده په ځپلو کې د امریکا کلک ملاتړ کړی و.


د مطلب کود: 163807

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/163807/میرضیایف-د-افغانستان-او-جنوبي-اسیا-لپاره-ټرمپ-ستراتیژي-ملاتړ-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com