دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۷ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۲۸
د مطلب کود : 163825
په کابل کې د داعش ډلې جلب او جذب مسؤول نیول کیدنه
په کابل ښار کې ملی امینت ریاست ځانګړو ځواکونو عملیات کړي چی په ترڅ کې یی د اسلامی دولت یا داعش ډلې جلب او جذب مسؤول نیول شوی دی.

د ملي امنیت ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د داعش د جلب او جذب مسوول عبدالمهین او د هغه مرستیال صفی الله د کابل ښار د یوو لسمې امنیتي حوزې له مربوطاتو څخه نیول شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې نیول شويو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړي دي او دا مهال د ملي امنیت ریاست په قید کې دي.
د ملي امنیت ریاست په وینا، د داعش ډلې دغه جګپوړي کسان هغه ههال ونیول شول کله چې له ننګرهار ولایت څخه جوزجان ولایت ته د داعشیانو د کورنیو په انتقالو کې بوخت وو.
د دولت ضد وسله والې ډلې د داعشیانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې په پلازمېنه کابل کې د اسلامي دولت نومې ډلې وسله والو خپلو بریدونو ته زور ورکړی.
 
https://avapress.com/vdcauen6m49nia1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته