دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۷ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۴۱
د مطلب کود : 163828
ترکیې څخه د اسرائیلی ډیپلومات شړنه
بیت المقدس ته د امریکا سفارت لیږد غو غزه کې فلسطینیانو وژل کیدو په غبرګون ترکیه هیواد ددی هیواد څخه اسرائیل ډیپلومات شړلي او خپل ډیپلوماتان هم ورغوښتی دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت وایي د اسرائیل له قونسلگرۍ نه یې غوښتي چې د یوې مودې لپاره له استانبول نه ووځي.
ترکیې دغه کار په غزه کې د اسرائیلي قواو له خوا د شاوخوا ٦٠ تنو فلسطیني اعتراض کوونکو د وژنې په غبرگون کې کړی دی چې د اسرائیلي قواو سره په تاوتریخوالي کې وژل شوي دي.
ترکیه په غزه کې د فلسطیني اعتراض کوونکو په وړاندې د اسرائیلي قواو د چلند او همداشان بیت المقدس ته د امریکا د سفارت د لیږدولو د تصمیم د سختو انتقاد کوونکو څخه ده.
ترکیې د جمعې په ورځ خپل سفیران له تل ابیب او واشنگټن څخه وروغوښتل او د اسلامي هیوادونو د همکارۍ د سازمان د بیړنۍ غونډې جوړیدل یې وغوښتل. جمهور رئیس رجب طیب اردوغان په غزه کې د دوشنبې د ورځې وینې تویدنې د ٢٠١۴ کال راهیسې د غزې د شخړې تر ټولو خونړۍ پیښه وگڼله او هغه یې د نسل وژنې په نامه یاده کړه او اسرائیل یې یو تروریستي دولت وگاڼه.
د چهارشنبې په ورځ اسرائیل په استانبول کې د هغه هیواد د سفیر سره د ترکیې چلند سخت وغانده او په اعتراض کې یې د ترکیې د سفارت شاردافیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.
دا د ٢٠١٠ کال د پیښې وروسته چې د اسرائیل له خوا د غزې د محاصرې پر وخت په یوه بېړۍ کې ١٠ تنه ترکي فعالین ووژل شول او ترکیې د ٢٠١٦ پورې د اسرائیل سره دیپلوماتیکې اړیکې وشلولې، تر ټولو سخت دیپلواتیک کړکیچ دی.
 
https://avapress.com/vdcdxs0fjyt09j6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته