دخپریدو نیټه :جمعه ۲۸ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۸
د مطلب کود : 163837
د ناامنی له امله د فراه ټول مکتبونه رخصت کړل شو
په فراه ولایت کې د ناامنی او جنګ ډیریدو له امله، د معارف وزارت ددی ولایت ټول مکاتب رخصت اعلان کړی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د معارف وزارت څخه اعلامیه خپریدو سره، دا وزارت په فراه ولایت کې د سختو ناامنیو ته په کتو سره د زده کوونکو، معلمینو او معارف کارکوونکو د ژوند ساتلو په مقصد تر امنیت ښه کیدو پوری ټول مکتبونه او تعلیمی مراکز رخصت اعلان کړی دی.
ددی تصمیم په اساس، د فراه معارف اداره امر کړی ترڅو امنیتی مشکلاتو تر ختمیدو پوری، درسونه او شاګردانو امتحانونه د رمضان اختر وروسته پوری رخصت دی.
دا په داسی حال کې ده چی په حاضر حال کې جنګ د فراه په ښار کې جریان لری او خلګ نه شی کولای چی خپل کورونو څخه ووځی.
 
https://avapress.com/vdcdss0f5yt09j6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته