دخپریدو نیټه :جمعه ۲۸ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۹
د مطلب کود : 163839
فراه کې تیرې شپی ډزی امنیتی ځواکونه کړي او طالبانو حمله نه وه
د فراه والی ښاغلی عبدالبصیر سالنګی وایی، تیره شپه په فراه ښار کې امنیتی ځواکونو تیروتنې له امله ډزی شوی او طالبانو پردی ښار هیڅ برید نه دی کړی.

ښاغلي سالنګي وایی چی په ښار کې دا مهال جګړه نه‌شته او په بېلابېلو سیمو کې کور په کور تلاشۍ دوام لري.
نوموړي په فراه ښار کې د تېرې شپې د نښتو په اړه وویل: "د دولتي ځواکونو ترمنځ سوء تفاهم رامنځته شوی او یو بل‌یې سره د شپې په دروبینونو کې نه‌دي پېژندلي، ټولو په تېروتنه ډزې کړي. تقریباً د نیمې شپې راهیسې تر اوسه تصفیه او تلاشي روانه ده، هېڅ نه‌دي موندل شوي چې ګوندې طالب یا وسله‌وال دې ښار کې پټ وي، یوازې زموږ د خپلو قطعاتو تېروتنه وه."
تر دې مخکې د پنجشنبې په سهار د فرا د ولایتي شورا رئیس فرید بختور ویلي وو چې تېره شپه وسله‌والو طالبانو یو ځل بیا پر فراه ښار حمله کړې وه.
ښاغلي بختور وویل وسله‌وال طالبان د خلکو په کورونو کې ځای پر ځای شوي او په امنیه قوماندانۍ او محبس‌یې ډزې کولې.
خو ښاغلی سالنګي وايي، دوی په ښار کې د تېرې شپې راهیسې په تصفیوي عملیاتو او تلاشیو کې داسې کوم څه نه‌دي موندلي چې په ښار کې دې د وسله‌والو طالبانو د موجودیت او یا بیا حملې څرګندونه وکړي.
بصیر سالنګي زیاته کړه چې وسله‌وال له ښاره وتلي او هماغه سیمو ته چې مخکې په‌کې وو، په ځانګړې توګه بالابلوک ولسوالۍ ته په شا شوي دي.

نوموړي په عمومي توګه وویل چې د تېرو دوو ورځو په جګړو کې ۲۵ سرتېري وژل شوي او تر ۱۵ زیات ټپیان دي.
د ښاغلي سالنګي په وینا پر فراه ښار د وسله‌والو طالبانو په برید کې ۳۰ تنه ملکیان ټپیان شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcfmmdy1w6dvca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته