کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مېرکل: ایران اټمی موافقه باید خوندي شی

28 ثور 1397 ساعت 10:48

د جرمني صدراعظمه وایي، اروپایي هېوادونه پوهېږي چې د ایران اټمي تړون اوس بې‌عیبه نه‌دی، خو زیاتوي چې حتی له دې تړونه د امریکا تر وتلو وروسته هم باید هغه خوندي شي.



د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل د مې پر ۱۷مه نن د بلغاریا په مرکز صوفیه کې خبریالانو ته وویل:
​"اروپایي ټولنه په دې همنظره ده چې د ایران اټمي تړون اوس بې‌عیبه نه‌دی، خو باید په دې تړون کې پاتې شي او له ایران سره د بالیستیک توغندویي پروګرام په څېر پر نورو مسایلو ډېرې خبرې وکړي."
په صوفیه کې د اروپایي ټولنې په سرمشریزه کې ګډونوالو تېره ورځ خپلې ژمنې بیا تکرار کړې چې هڅه به وکړي د ۲۰۱۵ کال دغه اټمي تړون خوندي وساتي او هغه اروپایي کمپنۍ خوندي کړي چې په ایران کې سوداګري کوي.
د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون نن د مې په ۱۷مه وویل چې اروپایي ټولنه هڅه کوي د دوی هغه کمپنۍ چې له ایران سره سوداګري لري د امریکا له نویو بندیزونو خوندي کړي.
که څه هم تر دې وړاندې د نړۍ تر ټولو لوی تدارکاتي شرکت «اې پي مولر-مایرسک» (A.P. Moller-Maersk) او د فرانسې د تېلو شرکت ټوټال «Total» اعلان کړی چې دوی د امریکا د نویو بندیزونو د رعایتولو لپاره له ایرانه وځي.
ټوټال لومړنۍ لویه اروپایي کمپنۍ وه چې په ۲۰۱۶ کال کې پر ایران د بندیزونو د لیرې کېدو وروسته‌یې په هغه هېواد کې سوداګري پیل کړه.
امانوئل مکرون په صوفیه کې خبریالانو ته وویل نړیوالې کمپنۍ چې ګټې یې په څو هېوادونو کې دي، خپل انتخاب د خپلو ګټو پر اساس کوي.
ایران پر اروپایي مشرانو غږ کړی چې د دې تړون له مخې د اقتصادي ګټو دوام تضمین کړي او خبرداری یې ورکړ چې که دا کار ونه‌شي تهران به د یورانیمو د بډاینې چارې پیل کړي.


د مطلب کود: 163840

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/163840/مېرکل-ایران-اټمی-موافقه-باید-خوندي-شی

آوا
  https://www.avapress.com