کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دفاع وزارت: بغلان تاله او برفک ولسوالی د وسله والو دښمنانو شتون څخه پاک شوي

28 ثور 1397 ساعت 15:24

د افغانستاان ملی دفاع وزارت وایی چی تاله او برفک ولسوالی د دښمنانو له شتونه پوره پاک شوی ده.



د ملي دفاع وزارت په یوه بیان کې لیکلي، چې امنیتي او دفاعي ځواکونو د تاله او برفک ولسوالی د دښمنانو له شتون څخه تصفیه کړې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د تاله او برفک ولسوالی له ځای پر ځای شويو ماینونو او چاودېدونکې توکو هم تصفیه شوې او دغه ولسوالی اوس د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.
په خبرپاڼه کې د وسله والو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي شوي.
دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو کابو لس ورځې مخکې د بغلان پر تاله او برفک ولسوالی ډلییز بریدونه پیل کړل او د سختو نښتو په پایله کې یې وسله والو طالبانو وتوانیدل چې د ولسوالی کنټرول له امنیتي ځواکونو څخه ونیسي.
 


د مطلب کود: 163855

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/163855/دفاع-وزارت-بغلان-تاله-او-برفک-ولسوالی-د-وسله-والو-دښمنانو-شتون-څخه-پاک-شوي

آوا
  https://www.avapress.com