دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۵
د مطلب کود : 163881
غزنی اجرستان ولسوالی کې ۱۱ سرتیرو په شهادت رسیدنه
غزنی سیمه اېز چارواکې د طالبانو او امنیتی ځواکونو ترمنځ د شخت جنګ جریان په اړه په اجرستان ولسوالی کې خبر ورکوی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، نصیر احمد فقیری؛ د غزنی ولایتی شورا یو غړۍ وویل: تیره شپه طالبان د غزنی اجرستان ولسوالی مرکز باندی برید کړی چی تر اوسه هم جنګ د طالبانو او امنیتی ځواکونو ترمنځ روان دی.
هغه زیاته کړه: ددی نښتو په ترڅ کې تراوسه ۱۱ سرتیری په شهادت رسیدلی او ځینی نور هم ټبیان شوی دی.
هغه وویل: طالبانو ته هم په دی نښټو کې سخت تلفات اوښتي چی دقیق آمار یی معلوم نه ده.
د یادولو وړده چی اجرستان ولسوالی د غزنی نسبتآ امنو ولسوالی څخه په حساب راځی چی په دی کال کې دا لمړي ځل دی چی د طالبانو برید لاندی راځی.
 
https://avapress.com/vdcc41qss2bqe48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته