د بلخ ولایت په ۶ ولسوالیو کې سیلابونو د ۹ کسانو ژوند اخیستی او بې شمېره مالي زیانونه یې اړولي دي.
د بلخ ولایت په ۶ ولسوالیو کې سیلابونو مالي او ځاني زیانونه رامنځته کړي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 29 ثور 1397 ساعت 15:52
د بلخ ولایت په ۶ ولسوالیو کې سیلابونو د ۹ کسانو ژوند اخیستی او بې شمېره مالي زیانونه یې اړولي دي.
د بلخ والي ویاند شجاع الدین شجاع ویلي، چې لومړنۍ څرګندونې ښیي، چې یوازې د خلم ولسوالۍ دوه کلي له منځه تلي او له ۵۰۰ ډېرې کورنۍ زیانمنې او د شولګرې ولسوالۍ د پیکاندرې کلي د استوګنې ۶۰ کورونه بشپړ ویجاړ شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د خلم ولسوالۍ د اسمعیل خېلو کلي له زر ډېرې کورنې زیانمنې شوې دي.
دغه راز له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست د څرګندونو له مخې؛ د خلم او شولګرې ولسوالیو ۳۳۷ د استوګنې کورونه او زرګونه جریب ځمکې اوبو وړي او ویجاړې شوې دي.
چارواکو ویلي، چې د مرستې رسونې ریاست زیانمنو کورنیو ته مرستې پیل کړي؛ خو د نورو مرستو د ورسیدو غوښتنه هم شوې ده.
د مطلب کود: 163902