د هېواد د ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي د فراه له سیمهییز چارواکو او اوسېدونکو سره په لیدنه کې وايي چې په دغه ولایت کې جګړه د «اوبو جګړه» ده او له کبله د سیمې هېوادونه په هڅه کې دي چې د هېواد له ناامنه کولو سره، خپلو موخو ته ورسېږي.
ښاغلي بهرامي کهڅه هم د کوم هېواد نوم نه اخلي، خو ټینګار کوي چې په افغانستان کې د اوبو د بندونو له جوړېدو وروسته له هغې ډلې د سلما بند، د هېواد په لوېدیځو برخو بریدونه زیات شوي دي.
له دې سره جوخت په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان هم وايي چې طالبانو د سیمهییزو هېوادونو په ملاتړ پر فراه برید کړی دی.
هغه ټینګار وکړ چې فراه سقوط نه دی کړی او هېڅ کله به هم ونه پرځېږي.
له دې سره هممهاله د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وايي چې د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې، په کلکه جګړه روانه ده او امنیتي او دفاعي ځواکونه هڅه کوي چې ترهګریز بریدونه په شاوتمبوي.
ښاغلي برمک زیاته کړه چې د جګړې د ښه مدیریت لپاره، په دوه راتلونکو اوونیو کې د هغه په وینا په پولیسو کې به مسلکي تغییرات رامنځته شي.
اخوا د ملي امنیت عمومي رییس معصوم ستانکزی هم د فراه جګړه یوه دسیسه بولي او وايي له هغې ورسته کله چې د هلمند په بهرام چه کې د طالبانو د نشهيي توکو کارخونې په نښه او لهمنځه یوړل شوې، دغې ډلې غوښتل ترځو خپل مرکزونه د هغه په وینا خپل تجارت فراه ته راولېږدوي.
ښاغلی ستانکزی زیاتوي چې ترهګرۍ ډلې رواني جګړه هم پیل کړې چې دننه په نظام کې د ځینو لخوا یې ملاتړ کېږي.
هغه په ډاګه کړه د هغو کسانو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره چې په فراه ولایت کې «دننه په نظام کې دي او د نظام پرضد کار کوي» یوه ځانګړې قطعه به رامنځته شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)