دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۴۸
د مطلب کود : 163908
تر اوسه دوه میلیون او سل زره کسانو نوملیکنه کړې- کمیسیون
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د ولایتونو او ولسوالیو په مرکزونو کې د دغه بهیر له پیل څخه تر اوسه دوه میلیون او سل زره کسانو ځانونه ثبت کړي دي.
په ولسوالیو کې د رای ورکوونکیو د نوملیکنې له بهیر څلور ورځې تیریږي او د ولایتونو په مرکزونو کې د رای ورکوونکیو د نوملیکنې بهیر هم یوه میاشت نور غزول شوی دی.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون یو ځل بیا له خلکو غوښتي، چې په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنر سید حفیظ الله هاشمي وایي:  تر دې دمه د ولایتونو او ولسوالیو په مرکزونو کې له دوه میلیون او سل زره کسانو ډېرو نوملیکنه کړې او تر دې دمه له کوم ستر ګواښ سره مخ شوي نه دي.       
په ولسي جرګه کې د کوچیانو استازي وایي، د رای ورکوونکیو د نوملیکنې مرکزونه لږ دي او د دې وضعیت د ناوړه پایلو خبرداری یې ورکړ.
په ولسي جرګه کې د کوچیانو استازی حبیب افغان وایي: که کوچیانو ته ژمنه شوي رای مرکزونه  خلاص نشي؛ نو راروانې ټاکنې به تحریم کړو او د ولسمشرۍ راروانو ټاکنو ته به بیا پرېکړه کوو.       
د ټاکنو ټاکنو څارونکي بنسټونه د رای ورکوونکیو د نوملیکنې بهیر اوس هم ټکنی بولي.
د افغانستان د رڼو ټاکنو د څار بنسټ رییس نعیم ایوب زاده وایي، د رای ورکوونکیو د نوملیکنې په بهیر کې د خلکو ګډون لږ دی، چې دا د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو په وړاندې ستره ننګونه ده.
دغه بنسټ په دې اند دی، چې که کمیسیون هره ورځ نوې طرحه وړاندې کړي؛ کیدی شي دغه وضعیت راتلونکې ټاکنې له کړکېچ سره مخ کړي.
ټاکل شوې، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د همدې کال د تلې په ۲۸ تر سره شي؛ خو ناامني د دې بهیر په وړاندې ستر سرخوږی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccx1qs42bqeo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته