د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د یاد ولایت امنیه قوماندان فقیرمحمد جوزجاني نن ورځ په دی اړه رسنیو ته ویلی دی، چې ۲ قاچاق کوونکو په موټر کې ۸۸ کیلو ګرامه تریاک ځای پرځای کړي وه.
سرچینی زیاتوی، هغه قاچاق کوونکو غوښتل، تریاک د بلخ ولایت له چاربولک ولسوالۍ څخه د جوزجان مرکز شبرغان ته قاچاق کړي چې د امنیتی پولیسو لهخوا نیول شوی دی او عدلی او قضایي ادارو ته سپارل شوی دی.