دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۴
د مطلب کود : 163923
سوریه، د حماه په پوځي هوايي اډه کې سترې چاودنې رامنځ ته شوي
د سوريې رژیم ویلي، د حماه په پوځي هوايي ډګر کې سترې چاودنې رامنځ ته شوي چې لامل یې څرګند کړی نه دی.


سوري فعالان وايي، د هوايي ډګر په ساحه او دننه کې يې د سترو چاودنو غږونه اورېدلي چې ښايي د اسرائیلو د بریدونو له امله به رامنځ ته شوې وي.

د سوريې رسمي اژانس سانا د هوايي ډګر په ساحه کې د سترو چاودنو خبر ورکړی، خو یاد اژانس د چاودنو سبب نه دی ښودلی.

د سوريې د بشري حقونو د سازمان مشر رامی عبدالرحمن وايي، چاودنې د وسلو او مهماتو په ډيپوګانو کې رامنځ ته شوي دي.

یاد سازمان ویلي چې د چاودنو لامل تراوسه څرګند نه دی او د حماه ښار له شاوخوا ساحې څخه ستر لوګي پورته کیږي.

سوري فعالان وايي، د حماه په پوځي هوايي ډګر کې د څه ځنډ په فاصلې سره دوه ځله چاودنې وشوې چې تر ۵۷ تنو پورې رژیم پلوه ملېشې يې په ترڅ کې وژل شوې دي.

دوی زیاته کړې، تر چاودنو وروسته سيمې ته ايمبولانسونه او د اطفائيې موټرونه تللي، تر چاودنو وروسته سیمه کې د اور سترې لمبې ليدل شوي دي.

ځینو سرچینو ویلي، په هوايي ډګر کې له ځمکې هوا ته ويشتونکي توغندي او د وسلو زېرمې په نښه شوي دي.

تراوسه د دې چاودنو په اړه زیات جزیات نه دي خپاره شوي.

دا چاودنې په داسې حال کې رامنځ ته شوي چې په دې وروستیو کې اسرائیلو پر سوريې څوځله هوايي بریدونه ترسره کړل چې وروستی بريد يې د می میاشتې د ۹ او ۱۰ نېټې پر شپه و، په دې شپه اسرائیلو پر سوریې لسګونه توغندي وویشتل.
https://avapress.com/vdcj8tevtuqemhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته