امریکايي رسنیو ویلي، ډزې د جونزبورو ښار یوه ښوونځي کې د فراغت د مراسمو پر مهال رامنځ ته شوي دي.
پولیسو په ډزو کې د ښکېلو کسانو اړوند څه ویلي نه دي او دومره یې څرګنده کړې چې د پيښي په اړه يې څېړنې پیل کړي دي.
پرون د امریکا د ټکساس ايالت د سانتا ښار یوه ښوونځي کې ډزو ۱۰ تنه ووژل او ۱۰ نور یې ټپیان کړل.
د سانتا برید د ښوونځي د یوه ۱۷ کلن زده کونکي له لورې ترسره شو چې تر برید وروسته د پولیسو له لورې ونیول شو.
پولیسو وویل، د بریدکونکي په موټر کې يې چاودېدونکي توکي او بمونه موندلي دي.
تراوسه هم د دې بریدانګېزه څرګنده شوې نه ده.