دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۳
د مطلب کود : 163928
د هلمند سولي حرکت غړو کندهار ښار بهر خیمه درولي
د هلمند د سولې د ولسي حرکت غړو کابو ۲۰۰ کیلومتره پلی تګ وکړ او تر کندهاره يې ځانونه ورسول.

دغو ځوانانو له لښکرګاه ښار څخه څلور ورځي وړاندې د کابل لوري ته د اعتراض په ډول پلی تګ پیل کړ، چې د جګړې ښکېلې ډلې یې غږ واوري او اوربند اعلان کړي.
اقبال خیبر، باچاخان مولاداد، قیس هاشمي عبدالمالک همدرد، عبدالسلام بيان، بهلول پتيال - د سولې ولسي حرکت غړي دي.
د سولې غوښتني د حرکت غړي وايي خوښ دي چې د پلي تګ پدغه حرکت کې يې ګډون کړی دی او زیاتوي چې "که د دوی غوښتنه (د جګړي اوربند اعلانیدل) ونه منل شي د هیواد ټولو ولایتونوته به يې همدا د پلي تګ حرکت
کابو دوه میاشتي وړاندي دغه ځوانانو په هلمند کي د سولي غوښتني خیمه درولې وه او د جګړې د اوربند غوښتنه يې کوله، خو له هیڅ لوري يي مثبت ځواب تر لاسه نه کړ. دوی د خپلې غوښتنې د ترویج په مقصد د کابل لور ته پلی تګ پیل کړ.
د سولي غوښتني دغه حرکت چهارشنبه ماښام کندهاره ته رسیدلی دی. دوی په کندهار کې د دوه ورځو تم کېدلو پلان درلود او له دیني عالمانو او ځوانانو سره يې کتل، چې له دوی سره يو ځای شي او کابل ته پلی تګ د ځوانانو په یو ځای کیدو سره نور هم قوي کړي.
خو د سولې د حرکت غړو وروسته تر هغه د کندهار ښار پرېښود چې په لومړنۍ جوړه شوې غونډه کې څو تنو ګډون کوونکو دا حرکت ولسي نه بلکه د وطن د دښمنانو یوه دسیسه وبلله او غونډه يې پرېښودله. په پیله کې د حرکت غړي له ځنډه د ښار څخه ووتل او د ښاره دباندې کندهار-کابل پر لویه لاره یې خيمه ودروله.
د سولي ولسي حرکت نن د زابل په لور حرکت وکړ، دوی بیا هم پر کندهاریانو ږغ وکړ چې که مو څوک د حرکت سره یو ځای کېږي زموږ غېږه ورته خلاصه ده، خو د هغو کسانو پر ضد به په کلکه مبارزه کوو چې د سولې مخه نیسي، دوی په هلمند کې د حرکت د مخالفینو په اړه خلکو ته خبر ورکړ او د هلمند ځينې لوړ پوړې دولتي چارواکي، مدني فعالان او ګوندونه يې د دوی د حرکت مخالفين وبلل.
دوام وکړي.
https://avapress.com/vdcewx8zvjh8poi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته