دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۴۶
د مطلب کود : 163958
په مشرانو جرګه کې له امریکایانو سره د امینتي تړون د لغوه کولو غوښتنه شوې!
د مشرانو جرګې غړیو ویلي، چې امریکا په خپلو ژمنو نده ولاړه او هره ورځ افغانان وژل کیږي؛ نو، ځکه له امریکا سره د امینتي تړون د لغوه کولو غوښتنه کوي.
د یکشنبې پر ورځ( د غویي ۳۰) په مشرانو جرګه کې یو ځل بیا له امریکا سره د افغانستان د امنیتي تړون په اړه خبرې را پورته شوې.
یو شمیر سناتوران وايي، چې له امریکا سره شوی تړون افغانستان ته هیڅ ګټه نده کړې او د پخوا په شان یو شمېر هېوادونه د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي.  
سناتوران وايي؛ امریکا له افغانستان سره د امنیتي تړون له مخې دنده لري، چې د بهرنیو هېوادونو لاسونه لنډ کړي، وسلوال مخالفین وځپي او افغان سرتېري پر پرمختللیو وسلو سمبال کړي.
د مشرانو جرګې غړی زلمی زابلي وایي: حکومت د امنیت خوندي کولو توان نلري او نه دا جرات لري، چې د امریکا له امنیتي تړونه دفاع وکړي. د فراه ښار پر مرکزي سیمو بریدونه شوي؛ امریکا چېرې وه، چې وسلوال دښمن یې تر بریدونو لاندې نیولی و، ځکه باید له امریکا سره دې امنیتي تړون لغوه  شي.
د مشرانو جرګې یو بل غړی محمد حنیف حنفي وایي؛ نړیواله ټولنه او په ځانګړي توګه امریکا د افغان وژنې سیل کوي او په دې توګه یې شتوالی افغانستان ته څه ګټه لري؛ نو، ځکه امریکا باید له افغانستان څخه ووځي.
د مشرانو جرګې لومړی مرستیال هم ټينګار کوي، چې حالاتو ته په کتو باید له امریکا سره د افغانستان امنیتي تړون بیا و ارزول شي.
د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار وایي: د افغانستان امنیتي او دفاعي سیاست دې وارزول شي. که دا کار ونشي ستونزمنه به وي، چې پر اوسني وضعیت حاکم شو. مونږ له امریکا سره امنیتي تړون لرو او دولت باید پر دغه تړون نوې کتنه وکړي، چې ګټه یې ډېره ده او که زیان؟!
د مشرانو جرګې رييس بیا پر افغان امنیتي بنسټونو غږ کوي، چې له امریکا سره د امینتي تړون پر څرنګوالي سپیناوی رامنځته کړي.
د مشرانو جرګې رييس ښاغلی فضل هادي مسلمیار وايي، چې د امینتي بنسټونو د وضاحت په رڼا کې به له امریکا او ناتو سره د امنیتي تړون د ګټو او زیانونو په اړه پرېکړه وکړو.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې جګړو او تاوتریخوالي د پام وړ زور اخیستی او وسلوالو طالبانو پر ولایتونو او ولسوالیو ډله ییز بریدونه پیل کړي او له څو ورځو را پدیخوا په بغلان، بدخشان، فاریاب، فراه او ځينو نورو سیمو کې وسلوالو طالبانو پرمختګونه کړي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchmxnz623n-wd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته