دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۱۶
د مطلب کود : 163962
په تېرو ۵ میاشتو کې یو میلیون کسان په کور دننه بیځایه شوي
د کډوالو چارو وزارت مسوولین وايي؛ په افغانستان کې د سږ کال په لومړیو ۵ میاشتو کې سل زره کسان له خپلو کورونو بیځایه شوي، چې ډېر شمېر یې د جګړو د شدت او ناامنیو له کبله د خپلو کورنیو پرېښودو ته اړ شوي دي.
روانې جګړې او تاوتریخوالي تر ټولو ډېر د ولسي وګړیو ژوند له کړاونو سره مخ کړی دی. یو شمېر څرګندونې  ښيي، چې په ټول هېواد کې یو میلیون کسان له خپلو کورنو بیځایه شوي دی.
 د کډوالو چارو وزارت مسوولین وايي؛ یوازې د روان میلادي کال په لومړیو پېنځه میاشتو کې جګړو سل زره کسان بیځایه کړي دي. دغه کسان په کندوز، بغلان، فاریاب، سرپل، ننګرهار، هلمند او فراه ولایتونو کې بیځایه شوي، چې د ټول نفوس درې په سلو کې وګړي جوړوي.
د کډوالو چارو وزارت د بیځایه شویو د څانګې رييس مهر خدا صبار وایي: د بیځایه کیدو ستر علت ناامني ده او د ناامنیو له کبله خلک اړ شوي، چې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شي. سږکال کیدی شي، چې د افغانستان د وګړیو له دوه تر درې سلنه بېځایه شوي وي.   
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې؛ تر ټولو ډېر بیځایه شوي کسان په هرات ولایت کې ځای پر ځای شوي دي. بیځایه شوې کورنۍ پر حکومت نیوکه کوي، چې دوی یې له پامه غورزولی او هیڅ راز مرستې ور سره تر سره شوې ندي.
له سوریې وروسته افغانستان د نړۍ په کچه تر ټولو ډېر کډوال لري. په کور کې د ننه پر یو میلیون بیځایه شویو سربېره له پېنځه میلیون ډېر افغانان په نورو هېوادونو کې د کډوالۍ شپې ورځې تېروي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcce1qsi2bqeo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته