د کندهار امنیه قومندان، عبدالرازق وایي چې طالب وسلهوالو دا برید ترسره کړی او دا ماینپاکوونکي یې وژلي دي.
دی زیاتوي چې طالبانو یو ماین پاکوونکی ځان سره بیولی هم دی.
د کندهار د امنیې قومندان په خبره دغو ماین پاکوونکو په کندهار کې د ټاپي پروژې د عملي کېدو په پار سیمه له ماینونو پاکوله.
راپورنه وایي، دغه ماین پاکوونکي د «اِیام ډيسي» موسسې کارکوونکي وو.
د دې برید مسوولیت تراوسه چا نه دی منلی او طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)