دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۷
د مطلب کود : 164015
د فراه جګړې په تړاو د لګول شویو تورونو په اړه د ایران تند غبرګون
د ایران حکومتي چارواکو د فراه جګړې په تړاو د لګولو شویو تورونو په وړاندې غبرګون وښود.
دایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي له خبریالانو سره د مرکې پر مهال وویل، چې له بده مرغه په افغانستان کې ځینو خواوو پر فراه ښار د طالبانو د برید ترشا د ځینو ګاونډیو هېوادونو لاس ښکېل ګڼي او له وسله والو طالبانو سره یې په ملاتړ تورنوي.
نوموړی زیاته کړه، چې امریکایي جنرالانو په افغانستان کې د امنیت د راوستلو په برخه کې پاتې راغلي دي په داسې حال کې چې د افغانستان په جګړه زرګونه کسان وژل شوي او له همدې امله امریکايي جنرالانو پر ایران تورونه لګوي او هڅې کوي د تورونو په وسیله د خلکو اذهان بل لور ته منحرف کړي.
هغه وویل، چې پر فراه ښار د طالبانو برید د ایران او افغانستان ترمنځ له اړېکو سره هیڅ تړاو نه لري او د افغانستان پر ښارونو د طالبانو برید  نوی موضوع نه ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل، چې د اوبو د مدیریت پر سر له افغانستان سره خبرې اترې روانې دي.
نومړی د اوبو مدیریت د ستونزو او د افغانستان د کورنیو ستوزنو په تړاو څرګندونې غیرمنطقي وباله او زیاته یې کړه چې ایران په افغانستان کې روان تاوتریخوالي غندي او پر ټولو خواوو غږ کوي چې موجود ستونزې د سولې د خبرو اترو له لارې حل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان دفاع وزیر طارق شاه بهرامي فراه ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل چې په فراه کې جنګ د اوبو مدیریت له ستونزو سره تړاو لري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccs0qsp2bqex8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته