دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۴
د مطلب کود : 164017
طالبانو ډل مشر ملا دین محمد خپل ملګرو سره په فراه کې ووژل شو
په فراه ولایت کې د هوایی بریدونو په ترڅ کې د طالبانو ډلمشر ملا دین محمد د خپلو ملګرو سره یوځای وژل شوی دی.

د ملي دفاع وزارت په وینا، ملا دین محمد د فراه ولایت د پشت رود ولسوالی په مربوطاتو کې وژل شوی دی.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه هوایي برید کې د ملا دین محمد په ګډون څلور تنه وسله وال وژل شوي.
فراه ولایت د افغانستان په لویدیځ کې د هېواد له یو شمېر نا امنو ولایتونو څخه دی. د فراه ولایت په یو شمېر لرو پرتو ولسوالیو کې وسله وال طالبانو فعالیت لري او کله نا کله د امنیتي ځواکونو او دولتي بنسټونو په وړاندې بریدونه ترسره کوي.
دا په داسې حال کې ده چې سلګونه وسله وال طالبان د سې شنبې په ورځ د فراه ولایت په مرکز پر فراه ښار ډلییز بریدونه پیل کړل چې د چهار شنبې تر سهار پورې دوام درلود.
که څه هم افغان امنیتي چارواکي وایي فراه ښار د طالبانو شتون څخه په بشپړه توګه پاکه شوې ده خو ځایي چارواکو د چهار شنبې په شپه وویل چې وسله والو طالبانو یوځل بیا د فراه ښار د زندان په ګډون پر یو شمېر دولتي ودانیو بریدونه پیل کړي.
 
https://avapress.com/vdceze8zfjh8p7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته