دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۱۱
د مطلب کود : 164021
کندهار کې د ټاپی پروژی کارکوونکو وژل کیدنه
په کندهار کې چارواکو په وینا، ناپیژانده وسله والو نن سهار په میوند ولسوالی کې د ټاپی پروژی پنځه تنه کارکوونکې وژلی او یو تن بل د ځان سره وړي.

پېښه له هلمند سره نږدې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې نن د ورځي په شروع کې رامنځ ته شوې.
د کندهار د والي ویاند داود احمدي وويل، وژل شوي کسان د ټاپي د پروژې د سروې کار کونکې دي چې په سیمه کې په کار بوخت وو.
نوموړي زیاته کړه "نن سهار اته نیمي بجې په ډيره خواشینی سره د ټاپي د پروژې ګډ ټیم چې ماین پاکان او سروېران پکې شامل وو نن سهار د ملنګ کاریز په سیمه کې د نا معلومو وسله والو تر برید لاندي راغلي چي پنځه تنه پکې وژل شوي او یوتن بیول شوی".
د کندهار امنیتي مقامات وايې چې د ټاپي د پروژې یادو کار کونکو د میوند ولسوال او امنیه قومندان ته ويلي وو چې دوی هیڅ امنیتي ستونزه د خپل کار په وړاندې نه ويني او امنیتي کسانو ته هم اړتیا نلري.
احمدي پدې اړه وويل "د ټاپي د پروژې یاد ګډ ټيم په میوند ولسوالۍ کې پرون زموږ له امنیتي او محلي مسئولینو سره په ناسته کې ډاډ ښودلی وو چې ددوی په امنیتي برخه کې دي څوک مداخله نکوي او دوی کوم خطر نه احساسوي".
د کندهار امینتي مقامات زیاتوي چې د پېښي څرنګوالي او د عاملینو د نیولو په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.

تر اوسه هیڅ وسله والې ډلې د ټاپي د پروژې د کار کوونکو د وژل کیدو د پېښي په اړه تبصره نده کړې.
د ټاپي د پروژې یا له ترکمنستان څخه د افغانستان له لاري پاکستان او هند ته د ګازو د نل لیکې مسیر تر هلمند وروسته د کندهار له میوند، ژړۍ، پنجوايي، ډنډ، تخته پل او سپین بولدک ولسوالیو څخه تیریږي.

 
https://avapress.com/vdcj8xevvuqemyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته