کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سید اسحاق ګیلاني دوسیه اوس هم په لویه څارنوالۍ کې ده

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 31 ثور 1397 ساعت 17:25

دوه میاشتې مخکې د سید اسحاق ګیلاني دوسیه لویې څارنوالۍ ته استول شوې؛ خو مسوولینو یې ویلي، چې د نوموړي د دوسیې د بشپړولو لپاره د لاسوندونو پر راټولو بوخت دي.


په اسلام آباد کې د ملي یوالي د نهضت د رهبر سید اسحاق ګیلاني ویلي وه، چې هند د افغانستان خاوره د پاکستان پر خلاف استعمالوي. دغه خبره د دې لامل شوه، چې د افغانستان لویه څارنوالي یې د څېړنو لپاره وغواړي او دوسیه ورته جوړه کړي.
د ښاغلي ګیلاني له دوسیې دوې میاشتې تېریږي؛ خو اوس هم دوسیه په لویه څارنوالۍ کې ده.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي په بشپړ ټینګار ویلي: د نوموړي دوسیه، چې همدا اوس په لویه څارنوالي کې تر کار لاندې ده او همکاران به مو موضوع په بې پرې توګه د هېوادنیو قوانینو له مخې وڅېړي. کله، چې څېړنې بشپړې شوې؛ پایلې به یې رسنیو ته هم په ډاګه شي.
د حقوقي چارو پوهان وايي، چې په عدلي او قضايي ارګانونو کې سیاسي او سلیقوي چلند روان دی؛ نو، ځکه د دوی په باور دا ډول مهمې دوسیې له څېړنو پاتې کیږي.
حقوقپوه عین الدین بهادري وایي، چې: په عدلي او قضایي بنسټونو کې لیدل شوي، چې د سیاسي لاسوهنو او د افرادو د اغېزې له مخې تل یو شمېر دوسیې له څېړلو پاتې شوې دي.   
سید اسحاق ګیلاني لویې څارنوالۍ ته د جلب پر وخت ویلي وه، چې هیڅوک د ده د محاکمې واک و ځواک نلري؛ خو د افغانستان اساسي قانون هغه کسان د عدلي تعقیب او محاکمې وړ ګڼلي، چې ملي ګټې په خطر کې واچوي.
د کابل بانک د فساد، له ایشچي سره د ولسمشر د لومړي مرستیال د جنسي تاوتریخوالي، د هوشمند ښارګوټي د فساد، د ولسي جرګې د رييس عبدالرووف ابراهیمي د څلور پنځوس میلیون افغانیو اختلاس نورې هغه دوسیې دي، چې تر اوسه یې برخلیک نه دی څرګند شوی.


د مطلب کود: 164032

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164032/د-سید-اسحاق-ګیلاني-دوسیه-اوس-هم-په-لویه-څارنوالۍ-کې-ده

آوا
  https://www.avapress.com