دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۷
د مطلب کود : 164038
سنا امنیتی تړون جنګ ته ځی

 
ښارونو او ولسوالیو باندی د طالبانو بریدونو په ډیریدو سره؛ سنا مجلس د امریکا سره امنیتی تړون څیړلو باندی ټینګار کړي.
فضل هادی مسلمیار، د سنا مجلس رئیس د تیری ورځې په عمومی ناسته کې امریکا او ناتو ځواکونه د افغان امنیتی ځواکونو څخه پر وخت نه ملاتړ باندی تورن کړي او زیاته کړی چی ناتو ملاتړ ځواکونه، افغان امنیتی ځواکونه د طالبانو سره په جنګ کې پر موقع باندی ملاتړ نه کوی.
ښاغلی مسلمیار زیاته کړه چی امنیتی مسؤولین باید امریکا امنیتی تړون عملی کیدو څرنګوالی روشانه کړی ترڅو په اساس یی د تړون په وړاندی تصمیم واخیستل شی.
د هغه په وینا؛ امنیتی مسؤولین باید ځواب ورکړی چی امنیتی تړون تر کومي اندازی پوری عملی شوی او ترکومه حده پوری د افغانستان خلګو په ګټه تام شوی ده.
مسلمیار وویل چی د امریکا اوناتو سره د امنیتی تړون ګټی نه شتون د افغانستان خلګو لپاره د منلو وړ نه ده او باید دا دواړه د افغانستان خلګو په ګټه تمام شی.
هغه ټینګار وکړ چی امنیتی چارواکې باید په دی اړه یا هم د سنا مجلس راتلونکې عمومی ناستو کې او یا هم د سنا مجلس روئساوو کمیته کې وغوښتل شی.
محمد علم ایزدیار، د سنا مجلس لمړۍ معاون هم ټینګار وکړ چی حکومت مکلف دی ترڅو امریکا سره امنیتی تړون باندی بیا غور وکړی.
زلمی زابلی، د سنا مجلس غړۍ تیره ورځی ناسته کې وویل چی حکومت د امنیت تامین توان نه لری او جرئت نه لری چی د امریکا استراتژیک پیمان څخه دفاع وکړی.
ښاغلی زابلی زیاته کړه چی طالبان د فراه ولایت باندی بریدونو وروسته، تیښته کړي خو امریکا چیری وو چی هغوی هوایی بریدونو لاندی راوړی؟
هغه ټینګار وکړ چی امریکا سره امنیتی استراتژیک تړون باید لغوه شی.
د زابلی په وینا؛ سناتوران د امریکا او ناتو سره امنیتی تړون په وخت کې خطا کړي او اوس هم که دا تړون عملی نه شی باید لغوه شی، ځکه ویل کیږی چی د امریکا دولت غواړی په افغانستان کې جنګ تر ۱۰۰ کالو پوری نور هم وغزوی.
امنیتی مسایلو کارپوهان وایی چی د سنا مجلس ارشد غړۍ او رییس ډیر مهم نقطه باندی ګوته ایښی دی؛ ځکه د هغوی په باور افغانستان حساس او حاد امنیتی وضعیت، دا اړتیا د مهمو ممکنو لارو په حیث مخته کوی چی افغانستان او امریکا او افغانستان او ناتو ترمنځ امنیتی تړون یو ځل بیا تر څارنی او غور لاندی ونیول شی او ددی تړون ګټی د افغانستان خلګو لپاره وارزول شی.
په حقیقت کې، دا همغه کار دی چی افغانستان ملی شورا مخکې له دی په پټو سترګو امریکا سره امنیتی پیمان تړون ته مثبت رای ورکوله، باید ترسره کړی وای او امنیتی او سیاسی او حقوقی او بین المللی اړیکو او... برخو کې نخبه او راوتلی کسانو څخه جوړ کمیسیون بادی ددی تړون راتلونکی په اړه څیړنه کړي وای او په نتیجه کې، خپل تخصصی شوی نظرات په اړه یی ملی شورا غړو او خلګو او خپل موکلانو سره شریکه کړی وای او وروسته د رد یا قبلولو په اړه یی تصمیم نیولی وای؛ خو لکه څنګه چی زلمی زابلی؛ د سنا مجلس ارشد غړۍ اوس وایی چی هغوی فریب او چل خوړلی؛ دا چل او فریب چی که نن د امریکا سره امنیتی تړون تایید نه کړی، سبا به د تروریزم او خارجی ملاتړ کوونکې د امریکا په غیاب کې موږ وخوری! یا هم د هغه دالرونو فریب خوړلی چی په هغه وخت کې، ملی شورا ته تزریق شوی وو ترڅو تایید کړي!
خو آیا اوس چی استراتژیک او امنیتی تړون تایید او امضا شوی دی، تروریستان او ملاتړ کوونکې یی څه کوی؟
د هیواد ۱۵ کاله ټول عیار او مستقیم جنګونه په داسی شرایطو کې ترسره کیږی چی هیواد مو اوس د امریکا او اروپا او ناتو شریک او متحد بلل کیږی او سخاوتمندانه د زرهاوو نظامی ځواکونو او خارجی جاسوسانو څخه کوربه توب کوی.
په دی حساب سره، لمړنۍ مرجع چی اوس باید تر مؤاخذه لاندی قرار ونیسی، د امریکا او ناتو او اروپا سره امنیتی تړون لاسلیک کوونکې دی؛ د سنا مجلس هم د همدی مراجعو څخه په حساب راځی او ددی هیواد د اوسنۍ وضعیت لپاره مسؤول دی.
که څه هم یواځی د سنا مجلس بیا څیړنه او بیا غور نه شی کولای چی ددی تړون برخلیک بدل کړی؛ خو دا اقدام، د یو شروع په حیث کولای شی چی د هغه کسانو لپاره یو هیله منده خبره وی چی د هیواد پراخ امنیتی بحران په وړاندی، همدارنګه د ګاونډی هیوادونو په تورونولو سره هڅه کوی ترڅو د امریکا او ناتو سره تړون او افغانستان امینت او تروریزم سره مبارزی او هیواد کې ثبات او امنیت مسؤولیت ځانته سپکه کړی او په دی توګه، دا استراتژیک او امنیتی بی ګټه تړون وساتی.
 
https://avapress.com/vdchxknz623n-vd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته