دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۲
د مطلب کود : 164043
د ارزګان په ولایت کې ۱۵ تنه وسله وال وژل شوي
ویل کیږی، افغان هوايي امنیتی ځواکونو په هلمند او ارزګان ولایتونو کې د طالبانو پر پتڼځایونو هوايي بریدونه کړي دی.

د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د ملی دفاع وزارت نن ورځ نه خبر شوی په خبرپاڼه کې راغلی دی، چې افغان هوايي ځواک د اروزګان په چورې او د هلمند په نادعلي، موسي قلعه او نهر سراج ولسوالیو کې پر طالبانو هوايي بریدونه کړي دي.
سرچینو زیاتوی،  د اروزګان په چورې کې د هوايي برید پر مهال ۱۵ وسهل وال وژل شوي، یو ميل پیکا، ۱۷ فیره د راکټ مرمۍ، یو عراده کاماز موټر او د طالبانو یو پتنځای له منځه وړل شوي دي.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه تبصره نه دی کړی.
https://avapress.com/vdcdoo0fsyt09z6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته