په کابل ښار کې د دوو پاکستاني وګړو په شمول درې مشکوک کسان له یوه اندازه خطرناکو چاودېدونکو موادو سره نیول شوي دي.
په کابل کې د ۲ پاکستانيانو په ګډون ۳ تنه مشکوک کسان نیول شي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 1 جوزا 1397 ساعت 9:38
په کابل ښار کې د دوو پاکستاني وګړو په شمول درې مشکوک کسان له یوه اندازه خطرناکو چاودېدونکو موادو سره نیول شوي دي.
د کابل د ۱۱۱ فرقې لهخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې امنیتي مؤظفینو د دوشنبې په ورځ د کابل په بتخاک ولسوالۍ کې د ګزمې پر مهال دغه درې کسان نیولي چې دوهیې پاکستانیان او یو افغان دی.
په اعلامیه کې راغلي له دوی سره امونیم نایترېت او سي فور مواد چې د بم جوړولو لپاره کارېږي، څه باندې ۱۷۰ زره افغانۍ او یوه اندازه کلدارې، موبایلونه، سیم کارتونه، دوه جلده پاکستاني پاسپورټونه، د قبایلو کارتونه او داسې نور نیول شوي دي.
د اعلامیې له مخې دغه کسان تر تحقیق لاندې دي.
د افغانستان امنیتي مسؤلینو په پرلهپسې ډول د افغانستان په ناامنیو کې د پاکستان لاس لرل یادوي او له هغه هېوادهیې غوښتي چې په خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو پر ضد جدي اقدامات وکړي.
د مطلب کود: 164044