کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان ځواکونو هلمند کې طالبانو یو زندان باندی برید کړي

1 جوزا 1397 ساعت 11:00

افغان ځواکونو په هلمند ولایت کې د طالبانو پر یوه زندان برید کړی دی.



د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي، تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د دې ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه زندان چاپه ووهله چې په نتیجه کې يې ۱۵ کسان چې یو پولیس هم په‌کې شامل دی، خوشې کړي دي.
ښاغلی ځواک په وینا په دې عملیاتو کې شپږ مشکوک کسان هم نیول شوي.
په دې چاپه کې افغان ځواکونو ته زیان نه‌دی رسېدلی.
بل‌خوا طالب ویاند قاري یوسف احمدي په یوه برښنا لیک کې ادعا کړې چې د هلمند د مارجې په محمد عوض څلورلاري کې یې پر یوه سرای چې یوازې په‌کې جنایي او حقوقي بندیان ساتل کېدل، بهرنیانو چاپه ووهله چې د ۳ کلیوالو په شمول‌یې ۱۶ تنه بندیان له ځان سره وړي دي.
 


د مطلب کود: 164053

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164053/افغان-ځواکونو-هلمند-کې-طالبانو-یو-زندان-باندی-برید-کړي

آوا
  https://www.avapress.com