دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۵
د مطلب کود : 164062
کندهار کې موټر بم چاودنه شوې ده
د کندهار ولایت سیمه‎ييز چارواکي وايي چې د کندهار ښار په څلورمه ناحیه کې موټر بم چاودنه شوې ده.
د کندهار والي ویاند، داوود احمدي زیاتوي، د ملي امنیت ځواکونه په سیمه کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر کشف کړی وه، خو د شنډ کولو مخکې په کې ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو چوولي دي.
دی زیاتوي چې دا چاودېدونکي توکي په یوه تونس ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي وو.
دا پېښه مرګ ژوبله هم لری، خو په اړه یې کره مالومات نشته.
د برید مسوؤلیت په اړه چا څه نه دي ویلي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcepe8zwjh8p7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته