د کندهار والي ویاند عمر ځواک وایي، د چاودنې په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي او ښایي دا شمېر لا زیات شي.
نوموړی زیاته کړه، چې د چاودنې په ترڅ کې لږ تر لږه۳۸ کسان ټپيان هم شوي دي.
د کندهار سیمه ییز روغتون چارواکو له دې وړاندې ویلي وو چې د پیښې له ځای څخه یې د ۶ کسانو جسدونه او کابو ۳۰ ټپیان دغه روغتون ته ور وړل شوي دي.
یو بل امنیتي سرچینه هم له دې وړاندې ویلي وو، چې د چاودنې په ترڅ کې لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوی او تر ۳۰ زیات ټپیان دي.
د چاودنې مسئولیت تر اوسه کوم چا یا ډله په غاړه نه دی اخیستی.
کندهار د افغانستان په سوېل کې د هېواد له امنو ولایتونو څخه ګڼل کېږي. د کندهار ولایت په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې لا هم د دولت ضد وسله وال فعالیتونه لري او کله نا کله ځانمرګي او ډلییز بریدونه ترسره کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)