کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سکاټ میلر په افغانستان کې د جان نکلسن په ځای ټاکل کیږي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 2 جوزا 1397 ساعت 9:26

د امریکا د متحده ایالاتو د پوځ جنرال سکات میلر په افغانستان کې د میشتو امریکایي پوځیانو د نوي قوماندان په توگه وټاکل شو. هغه به د جنرال جان نکلسن ځای ونیسي.


د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې دا رپوټ د لوړپوړو امریکایي پوځي مقاماتو په حوالې ورکړی او ویلي یې چې جنرال میلر د دوو کالو راهیسې په افغانستان کې د امریکایي ځانگړو ځواکونو مشري کوله.
جنرال میلر د امریکا یو شمیر محرم پوځي ماموریتونه هم کړي چې په نړۍ کې د شکمنو ترهگرو تعقیبول او د دلتا فورس په نامه د امریکا د ځانگړو سمندري قواو مشري په کې شامله ده.
د امریکا پوځي مقاماتو د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي دي چې جنرال میلر په عراق کې د دلتا فورس د مشرۍ پر وخت د یاغیانو پر ضد د تهاجمي پوځي اقداماتو په کولو مشهور و.
جنرال میلر چې په تیرو ١٧ کلونو کې به په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو نهم قوماندان وي، په افغانستان کې لومړنی پوځي قوماندان دی چې د جمهور رئیس دونالد ټرمپ له لورې معرفي کیږي.
جنرال میلر دمخه تر دې هم څو ځلې د پوځي ماموریتونو لپاره افغانستان ته استول شوی وو. هغه په عراق او سومالیا کې هم پوځي دندې ترسره کړي دي.
جنرال میلر پداسې حال کې په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو مشري په غاړه اخلي چې هغه هیواد ته د ۴٠٠٠ اضافي سرتیرو د استولو سره سره د طالبانو یاغیگري نده کمه شوې او د افغانستان په یو شمیر ولسوالیو کې یې خپل نفوذ نور هم زیات کړی دی او ددې هیواد وضیعت نور هم پیچلی شوی.
له دې سربیره د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو د مفتشینو او د امریکا د نړیوالې پرمختیایي ادارې گډ رپوټ ښیي چې د افغانستان لپاره د جمهور رئیس دونالد ټرمپ ستراتیژۍ د طالبانو د یاغیگرۍ په وړاندې لږ پرمختگ کړی دی.


د مطلب کود: 164088

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164088/سکاټ-میلر-په-افغانستان-کې-د-جان-نکلسن-ځای-ټاکل-کیږي

آوا
  https://www.avapress.com