دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۸
د مطلب کود : 164089
پولیس د جګړې په میدانونو کې وږي دي-مراد علی مراد
د کورنیو چارو وزارت پخوانی معین مراد علي مراد د سې شنبې پر ورځ( د غبرګولي لومړۍ) د نوي امنیتي معین د پېژندلو په مراسمو کې ومنله، چې پولیس په بد حالت کې دي؛ ډوډۍ او نور اړین توکي نه وررسيږي.
کورنیو چارو وزارت د مراد علي مراد پر ځای د دغه وزارت د امنیتي معینیت لپاره اختر محمد ابراهیمي ټاکلی دی.
د کورنیو چارو وزارت پخوانی معین وایي: همدا شېبه د هېواد پولیس له بدو شرایطو سره مخ دي؛ د خوست، غزني پکتیا او نورو ولایتونو د جګړې په ډګرونو کې ډوډۍ نلري. زه شرمیږم، چې ومې نشو کولی کار وکړم.
ښاغلی مراد زیاتوي، په هېواد کې امنیتي وضعیت د خرابیدو په حال کې دی.
د کورنیو چارو وزارت نوی امنیتي مرستیال د پولیسو د وړتیاوو لوړول، اعاشه، تجهیزات او امکانات ورته برابرول خپل لومړیتوبونه وګڼل او وایي، چې پولیس به له دې وروسته له دفاعي حالته تهاجمي حالت ته راواوړي.
د کورنیو چارو وزارت نوی امنیتي مرستیال اختر محمد ابراهیمي زورواکانو ته ګواښ کوي او وایي: پر پولیسو لاس پورته کول پر قانون لاس پورته کول دي. دا لاسونه به نور مات شي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي.         
کورنیو چارو وزیر وایي، چې په وزارت کې فساد له منځه نه دی تللی، هغه په دې برخه کې پر عملي مبارزې ټینګار وکړ او زیاتوي، چې د پولیسو د ستونزو په حل کې ځینې سیمه ییز قومندانان ناغیړي کوي.
د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وایي: میلیونونه دالر راغلل او مونږ د جرمونو مخنیوی پرې ونشو کولی. زمونږ منسوب کارکوي؛ خو زر او دوه زره دالر ورکول کیږي. قراردادیانو! دغو منسوبانو ته پیسې مه ورکوئ.
اختر محمد ابراهیمي یو له پیاوړیو جنرالانو شمېرل شوی؛ د استخباراتو په کشفي برخه کې ماستري لري ، د کابل، خوست او پکتیا د پولیسو قومندان پاتې شوی او له نوې دندې مخکې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ساتنې امنیت یې پر غاړه و.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdjo0fnyt09z6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته