دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۵
د مطلب کود : 164094
کابل کې د امریکا سفیر او حامد کرزي ترمنځ لیدنه کتنه
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د امریکا متحده ایالتونو سفیر جان باس سره کتلی دی.
د پخواني ولسمشر له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د سې شنبې په ماښام په خپل دفتر کې د امریکا له سفیر جان باس سره وکتل.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دواړو غاړو د افغانستان او د سیمې د حالاتو په اړه بحث او خبرې وکړې خو په دې اړه نور جزئایت نه دي ورکړل شوي.
ښاغلي کرزي په داسې حال کې د امریکا له سفیر سره کتلی چې د افغانستان امنیتي وضعیت مخ په خرابېدو دی.
په داسې حال کې چې امریکایي ځواکونه د واشنګټن د نوې سټراتيژي په چوکاټ کې یې د ترهګرو پر ضد په علمیاتو بوخت دي، ښاغلي کرزي په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له هر ډول عملیاتو سره پر خپل مخالفت ټینګار کوي.
ښاغلي کرزي وایي  د ترهګرو پر ضد جګړه دې د افغانستان په کلیو کې نه بلکې د هغوي پر اصلي ځالو ترسره شي چې د افغانستان د پولې هاخوا میشت دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjhxevxuqemyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته