دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۵
د مطلب کود : 164095
د کابل په ښارکی ۳ مشکوک ترهګرنیول شوی
ویل کیږی، کابل ښار کې ملي اردو د ګزمې په لړ کې ۳ مشکوک ترهګر ونیول شوی دی.

د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د افغانستان د ملي اردو ۱۱۱ فرقې نن ورځ نه خبر شوی په خبرپاڼه کې ویلي، د دوهمې لوا د شپږم کنډک د چټک غبرګون ځواک د عملیاتو په ترڅ کې دا کسان د کابل په هوتخېلو سیمه کې ونیول شو.
سرچینی زیاتوی،  چې په نیول شویو کسانو کې یو تن اصلاً د ننګرهار ولایت د سرخرود اوسېدونکی دی خو دوه نور د پېښور ښار اوسېدونکي دي.
د یاد وړدی، له نیول شویو کسانو سره ۲ کیلو امونیم نایتریت او سي ۴ چاودېدونکي مواد موندلي شوي.
ویل کیږی، چې ۲ مشکوک ترهګر یې پاکستانیان دي.
 
https://avapress.com/vdcaoyn6m49niw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته