دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۶
د مطلب کود : 164099
افغانستان کانونو باندی د داعش ډلې سعودی او پاکستانی انجنیرانو کار پیل
یو غیری دولتی موسسه د Global Witness ګلوبل وټنس په نامه وایی چی اسلامی دولت یا داعش ډله خپل پاکستانی او سعودی انجنیرانو په مرسته افغانستان ټالک قیمتی ډبرو کانونو باندی کار پیل کړي دی.

د یاد موسسې له خوا په خپره شوې راپور کې راغلي دي، چې داعشیانو د افغانستان په ننګرهار ولایت کې یې پاکستاني او سعودي انجنیران ځای پر ځای کړی دی.
په راپور کې د نامعلومو کسانو په حواله لیکل شوي چې داعشیانو د انجینرانو ترڅنګ یو شمېر ماشینونه او تجهیزات هم په ننګرهار ولایت کې ځای پر ځای کړي او د قیمتي ډبرو  د استخراج لپاره په کار بوخت دي.
عیني شاهدان ګلوبل وټنس ته ویلي، چې داعشیانو په ننګرهار ولایت کې د کانونو اړوند ټولې سیمې او لارې تړلي دي.
د ټالک له ډبرو څخه یې د سنګاري توکو په جوړولو، د ساختماني رنګونو او یو شمېر نورو صنایعو کې کار اخیستل کېږي.
په همدې حال کې ګلوبل وټنس په خپل راپور کې لیکلي، چې د داعشیانو ترڅنګ وسله والو طالبانو هم د افغانستان له کانونو څخه هر کال لسګونه میلیونه ډالر عواید ترلاسه کوي.
د ګلوبل وټنس د راپور له مخې، وسله وال طالبان یوازې د ټالک له ډبرو څخه هر کال تر ۱۰ میلیونه ډالره عواید ترلاسه کوي.
په راپور کې دا هم راغلي دي، چې د افغانستان ټول قیمتي ډبرې د پاکستان له لارې نورو هېوادونو ته صادرېږي.
بلخوا د افغانستان د کانونو او پطرولیم وزارت ویاند قادر خان مفتي ګلوبل وټنس ته ویلي، چې د غیرقانوني او وسله والو ډلو له خوا د قیمتي ډبرو د استخراج د مخینوي په خاطر هلې لې دوام لري او حکومت تر اوسه پر ۱۰۰ کانونو د استخراج مخه یې نیولې ده.
 
https://avapress.com/vdceoe8zojh8p7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته