دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۴
د مطلب کود : 164100
فراه ښار باندی طالبانو برید په ځواب کې هغوی مواضعو باندی درنه بریدونه
ددی وروسته چی طالبانو د فراه پر ښار بریدونه ترسره کړ اوس افغان ځواکونه او بهرنیو ځواکونه ددی بریدونو په ځواب د طالبانو پر مواضعو باندی درنه بریدونه ترسره کړی دی.

په لویدیځ کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو وایي، د تازه بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۳۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سرچینه زیاتوي، چې په وژل شویو کې د طالبانو دوه سیمه ییز ډلمشران هم شامل دي.
د ظفر قول اردو په وینا، د طالبانو پر مواضعو تازه بریدونه د بالا بلوک ولسوالی اړوند په پیو او پسو سیمو کې ترسره شوي.
د سرچینې په وینا، د طالبانو دوه سیمه ییز قوماندانان چې د بریدونو په ترڅ کې وژل شوي، سلیم او سلام نومېږي.
بلخوا د ملي دفاع وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د بالا بلوک ولسوالی په مربوطاتو کې د عملیاتو په ترڅ کې ۳۳ تنه وسله وال وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
د دفاع وزارت په وینا، د طالبانو په وړاندې تازه عملیات د بالا بلوک په پس آب، زیارت ګنج، د پنچرمینې سیمې په شمال او جنوب او چارکوچه په سیمو کې ترسره شوي
 
https://avapress.com/vdchvknzv23n-zd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته