نوموړی د ازبکستان له دفاع وزیر عبدالسلام عزیزوف سره د کتنې پر مهال په افغانستان کې د روانو تاوتریخوالو په اړه اندیښنې څرګنده کړه.
هغه زیاته کړه، چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت مخ په خرابېدو دي او له سوریې څخه یې د داعشیانو غړي افغانستان ته د تګ په حال کې دي.
د روسیې د دفاع وزیر په وینا، وروستیو تحولاتو او موجودو ګواښونو ته په کتو د ازبکستان امنیتي او دفاعي ځواکونه باید نور هم تجهیز او پیاوړي شي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکې له سوریې او عراق څخه یې د داعشیانو غړي افغانستان ته د تګ په حال کې دي.
بلخوا افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د داعشیانو او نورو ډلو په وړاندې په عملیاتو بوخت دي او ترڅنګ یې په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونه هم د داعشیانو پر مواضعو هوایي بریدونه ترسره کوي چې په ترڅ کې یې د افغانستان په شمال اوختېخو ولایتونو کې د داعشیانو ګڼ شمېر جګپوړي غړي وژل شوي.