دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۴۶
د مطلب کود : 164115
وسله والو په کندهار کې د ټاپي پروژې اړوند تښتول شوی ماین پاک اعدام کړی
وسله والو په کندهار کې د ټاپي پروژې اړوند تښتول شوی ماین پاک اعدام کړی
چارواکي زیاتوي، چې د وژل شوی ماین پاک جسد د کندهار ولایت له مربوطاتو کې موندل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې وسله والو د دوشنبې په ورځ د یوې ماین پاکي موسسې پنځه ماين پاکان په ډزو ووژل او یو تن یې برمته کړی و.
د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وایي، دغه کسان د ماین پاکی د یوې موسسې لپاره کار کوله او ټاپي پروژې پر لاره د ماینونو په کولو بوخت وو چې د وسله والو په برید کې ووژل شول.
د دولت ضد وسله والو ډلو د طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د راپورونو له مخې، د ټاپي پروژې اړوند دغه کارکوونکي د سروي لپاره سیمې ته تللي وو چې د وسله والو له برید سره مخ شول.
کندهار د افغانستان په سوېل کې د هېواد له یو شمېر نا امنو ولایتونو څخه دي. د کندهار ولایت په ځینو لرو پرتو ولسوالیو کې وسله وال طالبان فالیت کوي او کله نا کله د امنیتی ځواکون او دولتي کارکوونکو په وړاندې بریدونه ترسره کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdfo0fkyt09f6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته