دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۲
د مطلب کود : 164148
پاکستان ته د داعش او طالب وسله والو له لوری افغانستان کانونو ډبرو قاچاقیدنه
ګلوبل وټنس یو غیری دولتی موسسه په یو نوی راپور کې لیکلی دی چی داعش ډله او طالب وسله وال په افغاسنتان کې د ټالکو ډبری استخراجوی او پاکستان ته قاچاق کوی.

ګلوبل وټنس وایي، د یادې موسسې پلټنې ښیي چې په ننګرهار ولایت کې د ټالکو ډبرو کانونه د اسلامي دولت نومې ډلې پلویانو لپاره په یوه سټراتیژیکه موضوع بدله شوې ده.
د ګلوبل وټنس په راپور کې د داعش د یو ډلمشر په حواله لیکل شوي، چې په هر قیمت چې وي د اسلامي دولت پلویانو به له ننګرهار څخه د ټالکو ډبرو د استخراج او صادرات لپاره یې خپلې هلې ځلې جارې وساتي.
په همدې حال کې ګلوبل وټنس وایي، په ننګرهار کې د ټالکو ډبرو کانونه او غرونه د یادې ډلې او وسله والو طالبانو ترمنځ د شخړو اصلي لامل ګڼل کېږي.
په راپور کې دا هم راغلي دي، چې د ننګرهار ولایت د ټالکو ډبرو کانونه په کال کې د ۳۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د ټالکو ډبرو د تولید ګنجایش لري.
د ګلوبل وټنس د راپور له مخې، له افغانستان څخه هر کال ۵۶۱،۲۸۶ ټن ډ ټالکو ډبرې پاکستان ته صادر کېږي.
ګلوبل وټنس په خپل راپور کې زیاتوي، چې له پاکستان څخه د ټالکو ډبرو ۸۰ سلني صادرات امریکا او اروپایې ټولنې هېوادونو ته کېږي په داسې حال کې چې پاکستان په کال کې یوازې د ۱۲۵،۳۳۰ ټن په اندازه د ټالکو ډبرو تولیداتو وړتیاوې لري.
له ټالکو پوډرو څخه یې د سنګاري توکو ترڅنګ د ساختماني رنګونو، د ماشومانو پوډر په جوړولو او یو شمېر نور صنعتي چارو کې کار اخیستل کېږي.
 
https://avapress.com/vdcjxxevouqemvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته