یو شمېر امریکایي رسنیو د ځینو چارواکو په وینا چې نومونهیې نهدي اخېستي دا خبر ورکړی دی.
د ۲۰۱۶ میلادي کال د مارچ له میاشتې را پهدې خوا جنرال جان نیکلسن په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان دی.
که سپینه ماڼۍ جنرال مېلر ته دا دنده سپاري، نو د امریکا د سنا تأیید ته هم اړتیا لري.
جنرال مېلر اوس د امریکا د پوځ د ځانګړیو سري عملیاتو قوماندان دی.
که چېرته مېلر په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان شو، دی به د افغانستان په ۱۷ کلنه جګړه کې نهم امریکایي جنرال وي چې دنده ورسپارل کېږي.