دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۶
د مطلب کود : 164150
د ټاکنو کاندیدانو نوم ثبتولو بهیر به په شنبې ورځې پیل شی
ویل کیږی چی د شنبی په ورځ چی د ۱۳۹۷ کال غبر ګولي ۰۵ نیټي سره سمه ده، د ولسی جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو کاندیدانو نوم ثبتولو پروسه شروع شی.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي، هغه کسان دې د شنبې په ورځ په کابل او د ولایتونو په مرکزونو کې د دوی دفترونو ته ورشي چې راتلونکو انتخاباتو ته ځان کاندیدوي.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد ازادي راډیو ته په خبرو کې وویل:
"د جوزا له پنځمې تر ۲۳مې پورې د کاندیدانو اسناد ترلاسه کوو. دغه اسناد به بیا ارزیابي کېږي، د شکایتونو له کمېسیون سره به شریک کېږي، که چېرته له هغو شرایطو سره چې قانون د کاندید لپاره په نظر کې نیولی شوی دی چې عمر یې څومره او په کوم جرم محکوم شوی نه‎وي، د داسې مواردو له پلټنې وروسته به د کاندیدانو ابتدایي بیا نهایي لېست اعلان شي."
ښاغلي صیاد په‎داسې حال کې دا اعلان کوي چې د کمېسیون دننه غړي پر روان بهیر انتقاد لري.
د کمېسیون مرستیال معاذ‎الله دولتي ادعا کړې ده چې ولسمشر د دوی په چارو کې مداخله کوي.
دغه تور د ولسي جرګې یو شمېر اوسني غړي هم اندېښمن کړي دي.
په‎دې ډله کې پرون چهارشنبې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۲» ظهیر سادات د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وویل:
"​په ارګ کې ځینې کړۍ او په خاصه توګه ولسمشر غواړي، هغه کسان چې د انتخاباتو په ترسره کېدو کې حد اقل شفافیت په پام کې نیسي، له مخې لېرې کړي، څو د خپلې خوښې کسان پارلمان ته راولي."
له اصولو سره سم په‎کار دي چې د کمېسیون دننه اختلافات د رأیو د اخېستو له‎لارې حل شي، خو د ولسمشر د مداخلي تور د کمېسیون رئیس بې بنسټه وباله.
 
https://avapress.com/vdccp0qsx2bqes8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته