د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست وایي، نیول شوي کسان د کابل ښار د شپاړسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې یو ماشوم د بیل په وسیله وژلی و.
سرچینه زیاتوي، چې د دغو کسانو په برید کې یې یو بل ماشوم ټپي هم شوی و چې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د پيښې عاملین ونیول شول.
بلخوا د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې ریاست وایي، د دوو کسانو د قتل په تړاو دوه نور کسان هم د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
د سرچینې په وینا، دغه کسان د ثور میاشتې په ۱۹ مه نیټه د کابل ښار شپاړسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې یې دوه کسان په ډزو وژلی و.
د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې ریاست د دوو پیښو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل ښار په ګډون د هېواد په یو شمېر مهمو ښارونو کې په جنایي پیښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)