دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۹
د مطلب کود : 164171
په ارزګان ولایت کې ځایي چارواکي وایي، د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې دواړو غاړو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
چارواکي زیاتوي، چې د ارزګان ولایت د چورې ولسوالی په مربوطاتو کې یې د تیرې شپې د نښتې په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۶ تنه وسله وال وژل شوي.
د چارواکو په وینا، په نښتو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو ۸ سرتیېري هم شهیدان شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
د چورېولسوال امین خالقي د نشتې په ترڅ کې دواړو غاړو ته د اوښتې تلفاتو په اړه راپورونه تائید کړه.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو ښاغلي خالقي وایي ګڼ شمېر وسله والو پرون شپه د چورې ولسوالی د نیولو په موخه بریدونه پیل کړل چې د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شول.
ارزګان د افغانستان په سوېل کې د هېواد له نا امنو ولایتونو څخه شمېر کېږي.
د ارزګان په یو شمېر ولسوالیو کې وسله وال طالبان فعالیت لري او کله نا کله د امنیتي ځواکونو او دولتي بنسټونو په وړاندې بریدونه ترسره کوي.
https://avapress.com/vdcfejdyyw6dvya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته