دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۵
د مطلب کود : 164191
شاهین قول اردو په فاریاب کې د افغان پوځیانو تلفات تائید کړل
په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په فاریاب ولایت کې د طالبانو د برید په ترڅ کې یې د افغان پوځیانو تلفات تائید کړل.
د شاهین قول اردو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د دولت ضد وسله والو وړمه شپه د شرین تګاب ولسوالی په مربوطاتو کې د ملي پوځ پر ګلزار او ګلزار یو پوستو ډلییز بریدونه پیل کړل.
سرچینه زیاتوي، چې له وسله والو سره د نښتې په ترڅ کې د ملي اردو درې سرتېري شهیدان شوي او شپږ نور ټپیان دي.
د شاهین قول اردو په وینا، د نښتې په پایله کې یوه پوسته د وسله والو لاس ته لوېدلی و او وسله والو درې M16 ډوله وسلې له پوستې نه وړي دي.
په همدې حال کې شاهین قول اردو وایي، له امنیتي ځواکونو سره د نښتې په ترڅ کې ۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
شاهین قول اردو وایي، له مرکز څخه تازه دمې سرتېري سیمې ته استول شوي دي.
بلخوا له سیمې نه ترلاسه شوي راپورونه ښیي چې په دغه برید کې د ملي اردو ۱۲ سرتېري شهیدان شوي دي.
د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchwknzz23n-zd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته